یوازې د سازمانورکولو او مبارزې په مټ د طالبانو د شرموونکي امارت ټغر راټولولی شو
- کټګوري : اعلامیی
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- نیټه: جمعه, 25 زمری 1404

څلور کاله کېږي چې د طالبانو خونړۍ واکمنۍ زموږ پر وران او ناورینځپلي ټاټوبي روانه ده. دا هغه تورې ورځې وې چې افغانستان او په ځانګړي ډول ښځو په بند او خپګان کې تېرې کړې او د آزادۍ، انسانیت، علم، پوهې او پرمختګ وروستۍ نښې، له واکه مستو زورواکو د کړسېدونکو دُرو لاندې له منځه ولاړې.
زموږ هېواد د امریکا او لوېدیځ د طالب غلامانو تر واک لاندې تر ټولو تیارې او ترخې ورځې تېرې کړې او دا مظلوم ولس له هر ډول آزادۍ، ولسواکۍ، عدالت او هوساینې بېبرخې پاتې شو او اړ ایستل کېږي چې د ملاغیبتالله د منځنیو پېړیو فرمانونه ومني او یا ګواښ، سپکاوی، ربړونې او زندان وزغمي؛ د هېواد اقتصاد په بشپړه توګه ړنګ شوی او بېکاري، بېوزلي او لوږه زښته زیاته شوې ده؛ بډې، تالان او په ځانګړي ډول د کانونو او طبیعي شتمنیو لوټ، لکه د فاسد جمهوریت په څېر همداسې روان دی او د جهادي قوماندانانو څخه په نکل د دې رژيم مشران هم هر یو په مافیايي مشر بدلېږي. په ټولنه کې روانو ناخوالو د طالبضد پیاوړې فضا رامنځته کړې، خو دا وینېتویونکي خاینان د دُرو، وژنو، وېرولو او ځپلو له لارې هر اعتراض، پاڅون او قیام څرک په نطفه کې له منځه وړي.
طالبان د خپلو ارتجاعي او مليضد تګلارو له مخې، لکه د خپلو ناتارکوونکو جهادي همجنسانو په څېر، د قومي اختلافاتو اور تر هر وخت ډېر لمن وهي او د کرکې او وېش فضا یې نوره هم پراخه کړې ده. غیرپښتانه لږکي له هر لوري د فشار، سپکاوي او زورواکۍ لاندې راولي او تر ټولو کوچنۍ مشروع غوښتنې یې ځپي، په داسې حال کې چې پښتانه عام وګړي هم له ورته کړاوونو او وېرې سره مخ دي. دغو لاسپوڅو د بېلابېلو قومونو ترمنځ د یووالي او پیوستون بنسټونه نړولي او د کورنۍ جګړې او قومي شخړو سیوری یې تر هر وخت ډېر د افغانستان پر سر دروند کړی دی. د تخار او بدخشان په ولایاتو کې د ولسي اعتراضونو ځپنه او پر هغو خلکو ډزې چې یوازې یې د عدالت غوښتنه کوله، د هزارهجاتو پر سیمو د طالب وسلهوالو په ملګرتیا د کوچیانو یرغلونه او زموږ د هزاره هېوادوالو وژنه، لوټ او جبري بېځایه کول، د دې خاینانه تګلارې وروستۍ روښانه بېلګې دي.
زموږ هېوادوالو ته دا خبره په بشپړه توګه روښانه ده چې طالبان له هماغه پیله د امریکا او لوېدیځ امپریالیزم د جاسوسۍ پروژې او استعماري کړنلارو په توګه راڅرګند، پیاوړي کړل شول، او تر نن پورې یې په ښکاره او پټه مالي، پوځي او ډیپلوماتیک ملاتړ کوي. دې ډلې ته دنده سپارل شوې چې افغانستان د بېثباتۍ، بېوزلۍ، کړاو، ناپوهۍ او د دیني استبداد په چیکړو کې ډوب وساتي، ځکه په همدې زهرجن چاپېریال کې د هر ډول تجزیهپالو، تړلو او تبهکارو ډلو تخم په آسانۍ را زرغونېږي. امریکا د طالبانو له لارې هڅه کوي افغانستان په داسې لاره بدل کړي چې د ترهګرۍ، ځناورتوب او ناامنۍ څپه د منځنۍ اسیا جمهوریتونو، چین او روسیې لور ته ورسوي څو خپل هغه سیالان چې د نړۍ پر بېسیاله واکمنۍ یې ګواښ ګڼل کېږي، له جدي ستونزو سره مخ کړي.
له نیمې پېړۍ راهیسې افغانستان د ښکیلاکګرو او امپریالیستي سیاستونو په ځانګړي ډول د امریکا د وینېتږي دولت د لوبو ډګر پاتې شوی او د پردیو استخباراتي پلانونو او خوښې له مخې یې ګوډاګي رژیمونو بدل شوي دي، هغه دسیسې چې له استثنا پرته یې هېواد د ورانۍ کندې ته ورټیل وهلی او ولسونه یې تر پخوا ډېر په سختو او ځورونکو بدمرغیو کې ډوب کړي دي. هغه کسان چې لا هم تمه لري د پردیو په لاس د طالبانو د جهل او وحشت امارت نسکور او ښه وضعیت تجربه کړي، له تاریخه یې هېڅ نه دي زده کړي. د نیمې پېړۍ تاریخ دا هم په ډاګه کړې چې دیني بنسټپالې ډلې زموږ په ټاټوبي کې د امپریالیزم ډاډمنه پایګاه ده، او تر څو چې له دغو جنايتکارو او هېواد پلورو ډلو سره حساب یو طرفه نه شي، د زوریدلي ولس خلاصون ناشونی دی. د دې ویرجنې خاورې د درد اصلي دوا ولسواکي او سیکولریزم دی، چې که هر ځواک د مخکښې او عدالتغوښتونکې مبارزې دعوه کوي، خو د دې غوښتنې پلي کېدل یې د خپلو موخو په سر کې نه وي او د هغې د لاسته راوړلو لپاره عملي هڅه نه کوي، شتون او نه شتون یې هېڅ ارزښت نه لري.
امپریالیستان او د هغوی ځایي نوکران داسې ښيي چې د افغانستان ولس د طالب د واکمنۍ وړ وي او دا ناورین د ټولنې له «کلتور» راولاړ شوی وي، تر څو د دې تاریخځپلو موجوداتو په رسمیتپېژندنه او غیر انساني جوړجاړی مشروع وښایي. خو زموږ بېوزله خلک د نړۍ د نورو ولسونو په څېر د آزادۍ، عدالت، ولسواکۍ او هوساینې مینهوال دي او له هاغه ځایه چې د کلونه راهیسې د دغو لوړو ارزښتونو له نشتوالي څخه کړېږي تر نورو زیات یې ورته د اړتیا ژور احساس پیدا کړی دی. له جهاديانو او طالبانو څخه د د ټولنې پراخ کرکه د همدې حقیقت څرګندونه کوي.
د ټولو هغو ظلمونو او تورتمو ترڅنګ چې زموږ ولسونه یې زغمي، د وطنپلورو «جمهوریتپالو»، جنګسالارانو او لوټمارانو څرګندونې او ځانستاينې چې له اروپا، امریکا او ترکیې څخه د «مقاومت» تشې لافې وهي، د زړه بدوالي وړ او د ولس پر ژورو ټپونو د مالګې شیندل دي. دغه کسان چې خپله د مزدورۍ، فساد، لوټ او ناوړه معاملو له لارې د اوسنۍ غمېزې اصلي عاملان دي، د لوېدیځو یرغلګرو دولتونو درشل ته زاري کوي، څو که یو ځل بیا بادار پرې د مهربانۍ لاس راکاږي او بیاځلې خپلې مافیايي دورې ته ستانه شي او یا د خپلو طالب وروڼو ترڅنګ په واک کې شریک شي. د ځناورو جنګسالارانو د بیا راتګ وېره او کرکه له هغو لاملونو څخه ده چې ډېر خلک د طالبانو د زورواکۍ پر وړاندې غبرګون نه ښيي، ځکه هغوی د دواړو ترمنځ هېڅ توپیر نه ویني.
موږ په کلکه باور لرو چې د ټولنې له منځه به د دې د تیږپېړۍ واکمنۍ پر وړاندې اعتراضونه او پاڅونونه سر راپورته کړي، او د سي.آی.ای او آی.ايس.آی د دغو روزل شویو پاچاهي به ډېر ژر پای ته ورسېږي. مخکښ، بنسټپالوضد او امپریالیستيضد ځواکونه او عناصر کولای شي د پوهاوي، سازمان ورکولو او عملي فعالیتونو له لارې د ولسي بسیج په رامنځته کولو سره د دې نېکمنې ورځې رارسېدل نږدې کړي. موږ کولای شو او باید د فلسطین د اتل ولس له هغه حماسي مقاومت او ودرېدنې څخه الهام واخلو چې د صهیونیستي فاشیستانو پر وړاندې یې ښيي، او په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې ټينګ ولاړ دي. د افغانستان د همبستګۍ ګوند، چې تل له خپل ولس سره ولاړ دی، له هڅې او مبارزې یو شیبه هم شاته نه ځي او په دې لار کې د هر پوه او مخکښ هېوادوال لاس کلک نیسي.
لنډ دې وي د طالبانو د خاینۍ او ځناورېزې واکمنۍ عمر!
مړ دې وي امپریالیزم او د هغه بنسټپاله جهادي او طالبي چوپړان!
د افغانستان همبستګۍ ګوند
۱۴۰۴ کال د زمري ۲۴مه – ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۵مه