ابراهیم تراورې، هغه باخسه چې د فرانسې او امریکا امپریالیزم ستونی یې څېری کړ

ابراهیم تراوره

وروسته له هغه چې د افریقا ویاړلی سور ستوری، پاتریس لومومبا، د «سیا» له‌خوا شهید کړای شو، نلسن ماندیلا، اګوستینو نیتو، امیلکار کابرال، جمال ناصر، توماس سانکارا او اوس ابراهیم تراورې د دې سوځېدلې، ځورېدلې او د غلامۍ په زنځیرونو کې راګیرې لویې وچې له ژورو تلونو څخه د بیدارۍ د لمبو په څېر راپاڅېدل. دوی، د خپلو ولسونو ریښتیني زامن، د طبقاتی پوهاوي په وسله سمبال، له ښکېلاک او زبېښاک سره د ژورې کرکې له مخې د امپریالیزم پر ضد راپورته شول څو د خپلو خلکو له غاړو د سپکاوي، ذلت او غلامۍ یوغ لرې کړي. څوکۍ او واک دا انقلابیون ونه غولول؛ سانکارا، لومومبا او کابرال د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې او نور یې هم تر وروستي ساه پورې د خلکو په لیکو کې ودرېدل او د ملي آزادۍ او برابرۍ بیرغ یې په ټینګ هوډ رپانده وساته.
که هغه د ولس ریښتیني زامن او د خپلواکۍ او دموکراسۍ او ټولنیزعدالت هیلې چې و باخسې په څیر یې د لویدیځ امپریالیزم ستونی څیرې کولو، ویجاړونکي وطن‎پلورونکي کرزی، اشرف غني، سیاف، محمد محقق، عمر زاخیلوال، قانونی، خلیلي، دوستم، ګلبدین، عطا محمد، فاروق وردک، ضیا مسعود، اسماعیل خان، انورالحق احدي، احمد مسعود او نور له بنډار سینګارو ښځو سره ته وګورو (که څه هم دا پرتله د افریقایی اتلانو ته سپکاوی دی) چې یو مهال د امریکا په زور د طالبانو ځای‎ناستي شول او نن هم له هماغه خاینانه اړیکې پرته سیاسي بقا نه لري، دومره خوار د سپین‎سترګي دي چې بیا هم چمتو دي چې د امریکا په اشاره د سراج حقاني یا د طالبانو بل ویني‎څښونکي مشر پرتوګ‎غاښ پورې ځان راځوړند کړي.
پرېږدۍ چې د شرم دې داغونو او د آزادۍ او پرمختګ ټولو دښمنانو له منځه تګ سره د افغانستان د ولس پرتمین پاڅون بیرغ د سانکارا، لومومبا، کابرال، اګوستینو نیتو، د فلسطین د اتلو شهیدانو او نورو انقلابي مبارزینو په نومونو او نښو سینګار شي!

له ۶۴ کلونو وروسته یو ځل بیا د افریقا د خلکو د اتل، پاتریس لومومبا روح په هغه لویه وچه کې چې د ښکیلاک او زبېښاک تر دُرو لاندې یې لا هم له ټپونو وینې څاڅي، په ګرځېدو دی. د نیجر، مالي او بورکینافاسو ځوانو افسرانو په چټکۍ او قاطعیت سره فرانسوي امپریالیستان له خپلو خاورو وشړل او د واک واګې یې په لاس کې واخیستل. دغه مشران د خپلو پخوانیو واکمنانو خلاف چې د امپریالیستي قدرتونو د غلامۍ داغ یې پر تندي و هغه اراده، زړورتیا، رښتینولي او ولسي ملاتړ لري چې خپل ولسونه د امپریالیزم له یوغه خلاص کړي، چور شوي کانونه، شتمنۍ او ملی ویاړ بېرته خپلو ملتونو ته وسپاري.

«له اتو کلونو څخه ډیر شول چې موږ د نوې بڼې وحشي استعمار او امپریالیزم سره لاس‌وګریوان یو. پر موږ لا هم غلامي تپل کېږي. زموږ نیکونو یو درس راکړی دی: هغه غلام چې د بغاوت بیرغ پورته نکړي، د خواخوږۍ وړ نه‌دی.»
ابراهیم تراوره

په دې منځ کې د بورکینافاسو هېواد او د هغه ځوان مشر ابراهیم تراورې د نړۍ پام ډېر ځان ته رااړولی دی. نوموړي د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۳۰مه د یوه نظامي پاڅون له لارې واک ترلاسه کړ او بې له ځنډه یې له فرانسې سره هغه اړیکې وشلولې چې د اوږدې مودې راهیسې یې دا خاوره د استعمار په منګولو کې نیولې وه. لومړی یې د فرانسي سفیر وشاړه او وروسته یې د دې هېواد ټول پوځي ځواکونه له بورکینافاسو بهر کړل. تراورې چې ځان د توماس سانکارا، د هغه هېواد پخواني انقلابي او کمونیسټ مشر زده‌کوونکی او د هغه لاروی بولي بورکینافاسو له «د لوېدیځې افریقا اقتصادي ټولنې» (ECOWAS) څخه وویسته، هغه ټولنه چې د واشنګټن او پاریس تر ولکې لاندې وه او له نیجر او مالي سره یې د «د ساحلي هېوادونو ائتلاف» بنسټ کښېښود، څو د ګډې ښکیلاک‎ضد مبارزې له لارې د استعمار او امپریالیزم جرړې له دې لویې وچې وباسي.

توماس سانکارا
توماس سانکارا چې تل یې د کرنې برخې په ځان‎بسیا ټینګار کاوه، د خوراکي توکو مرسته یې ردوله او ویل یې:
«هغه کسان چې موږ سره د غنمو، جوارو، باجرې یا شیدو په بڼه مرسته کوي موږ ته هیڅ ګټه نه رسوي. هغوي که رښتیا غواړي موږ سره مرسته وکړي، کولای شي موږ ته سپاره، ټراکټور، سره، د افت ضد دوا، د اوبو سپرې سطلونه، برمه او د اوبو بندونه راکړي. زموږ په آند د مرستې تعریف همدا دی.»

تراورې له فرانسې، امریکا او بریتانیا سره تر اړیکو پرېکولو وروسته له روسیې او چین سره نوې اړیکې ټینګې کړې. هغه د «روس ـ افریقا» په لومړۍ ناسته کې چې په سن‌پېټرزبورګ کې جوړه شوې وه تونده وینا وکړه او د افریقا د هېوادونو مشران یې «د کوک شوو ګوډاګیانو» په نوم یاد کړل چې د خپلو امپریالیستي بادارانو په اشاره نڅا کوي. دا ښکاره دریځ د لوېدیځ غوسه راپارولې او تراورې یې د روسیې مزدور وباله. تراورې وویل:

«له اتو کلونو څخه ډیر شول چې موږ د نوې بڼې وحشي استعمار او امپریالیزم سره لاس‌وګریوان یو. پر موږ لا هم غلامي تپل کېږي. زموږ نیکونو یو درس راکړی دی: هغه غلام چې د بغاوت بیرغ پورته نکړي، د خواخوږۍ وړ نه‌دی. موږ له هېچا د ترحم تمه نه‌لرو او نه هم د خواخوږۍ غوښتنه کوو.

خو اصلي ستونزه دلته ده: ځینې د افریقا د دولتونو مشران نه یوازې دا چې د پاڅېدلو ولسونو ملاتړ نه کوي بلکې د امپریالیستانو په ژبه موږ 'ملېشې' او د بشر د حقونو 'سرغړوونکي' بولي. کوم بشري حقونه؟ د کوم انسانیت خبرې کوي؟ دا د شرم ځای دی. موږ باید دا ګوډاګي‌توب پای ته ورسوو، دا چې هر کله امپریالیستي باداران تار وخوزوي، موږ نڅا وکړو، باید نور یې بس کړو.»

ابراهیم تراورې په کلکه د اقتصاد ملي‌کولو او د ټولنیز عدالت د تامینولو سیاست خپل کړی دی. د کرنې د ودې لپاره یې ۴۰۰ تراکتورونه، ۷۱۰ د اوبو پمپونه او ۷۱۴ موټرسایکلونه بزګرانو ته وویشل او اصلاح‌شوو تخمونو ته یې اسانه لاسرسی برابر کړ چې له امله یې د کرنیزو محصولاتو تولید زیات شو. د روميان، باجرې او نورو توکو د څو برابره تولید په پایله کې، دولت د رب‌جوړونې او پنبې‌پروسېس دوه فابریکې پرانیستلې. تراورې بنسټیزې پروژې پیل کړې لکه د سړکونو، لویو لارو او داسې یو هوايي ډګر جوړول چې د یو میلیون مسافرو ظرفيت لري چې پکې د ځايي انجنیرانو او کارګرانو استخدام ته لومړیتوب ورکړل شو. د وزیرانو او د پارلمان د غړو تنخا یې ۳۰ سلنه کمه کړه خو د ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو معاشونه یې ۵۰ سلنه زیات کړل، هغه کار چې پخوا د پراخ فساد او د داړه‎ماره شرکتونو لپاره د مالیې د تېښتې له اسانتیاوو له امله د پیسو نړیوال صندوق له‌خوا یې مخه نیول شوې وه. تراورې په زړور اقدام سره د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق پروژې ودرولې او له دغو بدنامه ادارو څخه یې د پورونو اخیستل رد کړل. پخوا هر کال شاوخوا ۱۰۰ ټنه سره زر په ارزانه بیه بهر ته صادرېدل، اوس دولت د سرو زرو کانونه ملي اعلان کړل او سرو زرو لومړنۍ کورنۍ تصفیه‌خانه یې پرانیسته. تراورې د سانکارا له انقلابي فکر څخه په الهام اخیستلو سره د ځوان نسل زده‌کړې او عامو خلکو ته د روغتیایي خدماتو د لاسرسي زمینه برابره کړه او د ښځو ختنه یې په کلکه منع کړه. د خوړو په برخه کې د ځان‌بساینې لپاره یې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت طرحه جوړه کړه څو د وريجو، جوار او کچالو تولید لوړ کړي. ښځې یې د دولت په مهمو پوستونو کې وګومارلې. همداراز د ولس د هغو حقوقي ستونزو د حل لپاره چې د کلونه راهیسی محکمو ورته بی‎غوري کوله، ۲۰۰ محلي محکمې یې فعاله کړې. د توماس سانکارا قاتل، بلیز کومپاوره ته یې په غیابي توګه د عمري بند سزا ورکړه او په لسګونو نورې کړنې چې د بورکینافاسو د سوکالۍ او غوړیدو لپاره بنسټیز بدلونونه بلل کېږي.

اوباما با بلیز کومپاوره در قصر سفید
بلیز کومپاوره (د توماس سانکارا قاتل) د امریکا د نورو نوکرانو په څېر واک ته تر رسېدو وروسته د سپینې ماڼۍ مېلمه شو. اوباما د هغه د وفادارۍ بدل کې ۳۵ میلیونه ډالر «ډالۍ» ورکړه. وروسته ټرمپ د دې لپاره چې د دغه مزدور د تړاو زنځیر لا پسې کلک کړي ۱۰۰ میلیونه نور ډالر هم د ده حساب ته ورزیات کړل.

ابراهیم تراورې د یو ‎امپریالیست‌ضد په توګه د کانونو په ملي کولو، د افریقايي هېوادونو په یووالي ټینګار او د نورو سترو او آزادي‌بښوونکو پروژو له لارې د امپریالیزم له منګولو د خلاصون هڅه وکړه او له همدې امله یې د امریکا او لوېدیځ دښمني په غاړه واخیسته. نوموړی د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې د «افریکوم» او «سیا» له‌خوا په عاج ساحل کې د یوې ناکامې کودتا له هڅې روغ ووت.

له هغې ورځې چې تراورې واک ته ورسېد فرانسې او امریکا پراخ تبلیغاتي یرغلونه پیل کړل او د ترهګریزو او بنسټ‌پالو ډلو په وسیله یې هڅه وکړه چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي. تراورې امپریالیستي درواغجنې رسنۍ لکه «فرانس ۲۴»، «بي‌بي‌سي»، «د امریکا غږ» او «ډویچه‌وله» بندې کړې او د نیجر او مالي په ملګرتیا یې د لوېدیځ مزدور ځواکونه وځپل. د یوې نظرپوښتنې له مخې د افریقا شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي باور لري چې د فرانسوي پوځیانو شتون د ناامنۍ لامل شوی و او له شړلو وروسته یې وضعیت ښه شوی دی.

ابراهیم تراوره
ابراهیم تراوره د سپینې ماڼۍ رسمي بلنه رد کړه او ویې ویل: «اوس مهال د خپل ولس د ستونزو په هوارولو بوخت یم، دیپلوماسۍ ته وخت نه‌لرم.»

دا به وخت ثابته کړي چې دا ځوان مشر، ابراهیم تراورې چې اوس د افریقا د بې‌وزله او استعمار‌ځپلي وچې د خلاصون په لاره کې کلک ګامونه اخلي، آیا د پاتریس لومومبا، توماس سانکارا او قوام نکرومه په څېر به تر پایه خپلو خلکو ته ژمن پاتې شي او که به د لوېدیځو دسيسو پر وړاندې سر ټيټ کړي؟ بې‌شکه که یې مشري دوام ومومي د افریقا د اسیر ملتونو او د ټولې نړۍ لپاره به د امپریالیزم ضد مبارزې یو الهام‌بښونکی سمبول وي.

خوزه ارنستو نووایز ګویریرو په سمه توګه لیکي:

«د پخوا په څېر چې ډېری انقلابي خوځښتونه له ورته برخلیک سره مخ شوي، بورکینافاسو هم اوس د هغې چوپتیا، توطئو او تورونو تر سیوري لاندې ده چې د لوېدیځ استعماري قدرتونه یې خپروي؛ دا قدرتونه بې‌شکه هوډ لري پر ابراهیم تراورې هم هغه څه تکرار کړي چې پر توماس سانکارا یې وکړل. د دې چوپتیا څېرل، د ټولو انقلابیانو د پېوستون لومړنی رسالت دی. راځئ د بورکینافاسو په اړه او د هغو سترو بدلونونو په اړه چې د دې هېواد ولس پیل کړي دي، د خبرو کولو څخه لاس وانخلو.

په داسې یوه پېر کې چې پانګوالي هڅه کوي انقلابونه د تېر وخت له منځه‎تللی فیشن وښيي، دا ډول خوځښتونه موږ ته د انقلابي دندې د دوام ارزښت را په‌ زړه کوي. له څه باندې یوې پېړۍ وروسته، د امپریالیزم ځنځیر د خپلو تر ټولو کمزورو کړیو له ځایه په ماتېدو دی.»



پاتریس لومومبا

پاتریس لومومبا

د افریقا په لویه وچه کې د ښکیلاک‎ضد مبارزانو له خورا مخکښو څېرو څخه و، چې د بلجیم له استعمار څخه تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته د کانګو هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړي په خپله لومړۍ وینا کې وویل:

«د کانګو آغلو او ښاغلو، پر تاسې دې سلام وي... زموږ ټپونه لا هم دومره تازه او دردونکي دي چې له خاطرو یې نشو پاکولای. موږ داسې سخت کارونه تجربه کړي چې بدل کې یې دومره مزد نه راکول کېده چې یوه مړۍ ډوډۍ پرې واخلو، یا ځان ته جامې برابرې کړو، یا سر ته مناسب چت ولرو، یا خپل ماشومان لکه د نورو انسانانو په څېر وروزو. موږ هر سهار په توهین، سپکاوي او وهلو ټکولو سره راپاڅېدو او غرمه او ماښام مو رنځ ایسته ځکه چې تور پوستي وو. موږ پوهېدو چې زموږ خاوره د هغو خیالي قانوني لاسوندونو په نوم غصب شوې، چې یوازې د زورواکو حقونه یې پېژندل. موږ پوهېدو چې قانون د سپین پوستو او تور پوستو لپاره یو نه و: یوه ته عادلانه و، بل ته ظالمانه او غیر انساني. خو نن موږ تاسې ته په لوړه غږ وایو: له نن څخه وروسته، دا هر څه پای ته رسېدلي دي!»

هغه چې د کانګو د ودې او پرمختګ لپاره پراخې تګلارې لرلې، د بلجیم او امریکا له غوسې سره مخ شو. د افشا شویو اسنادو پر بنسټ، د ایزنهاور حکومت د «سی‌اې‌اې» ادارې ته امر ورکړی و چې لومومبا باید «حذف» کړي. ویلیام بلوم په خپل کتاب«د هیلو وژنه» کې لیکي:

«د امریکا پر له‌پسې حکومتونه، یعنې ایزنهاور، کندي او جانسون کانګو د سړې جګړې له عینکو داسې لیده لکه یو میدان چې ختیځ او لویدیځ پکې سره نښتي وي. د سی‌آی‌اې استازولۍ د ۱۹۶۰ کال په اګست کې واشنګټن ته داسې ټیلېګرام واستاوه: سفارت او استازولي باوري دي چې کانګو د هماغې کلاسیکې کمونیسټي ټولنې لپاره د واک د نیولو هڅې کوي. آلن دالس، چې د سی‎آی‌اې مشر و، خبرداری ورکړ چې د کمونیسټانو واکمني به «د آزادې نړۍ د ګټو لپاره ناورین‌زیږې پایلې» ولري. همداراز نوموړي یوه بیړنۍ بودجه چې سل زره ډالره وه تصویب کړه تر څو یو «لویدیځ‌پال» ګروپ د پاتریس لومومبا د حکومت پر ځای واک ته ورسوي.»

بلجیم او «سیا» په ګډه د پاتریس لومومبا د مخالف، موسی چومبه ملاتړ وکړ څو د ده پر ضد بغاوت وکړي. په ۱۹۶۰ کال کې جنرال موبوتو د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. لومومبا چې د دې لاس‌پوڅي رژیم پر ضد یې د مقاومت چمتووالی نیوه له خپلو یو شمېر ملګرو سره له پلازمېنې ووت. د دوی د تګ خبر چې خپور شو د «سیا» او دولتي ځواکونو لخوا د چورلکو او ګرځنده ځواکونو په مټ د لټون عملیات پیل شول. لاري ډېلوېن چې په کانګو کې د CIA مشر و د نقشو په چمتو کولو یې موبوتو سره مرسته وکړه څو د لومومبا د حرکت مسیر معلوم کړي. بالاخره د ۱۹۶۰ کال د دسامبر پر لومړۍ نیټه لومومبا او ملګري یې د سانکورو سیند څخه د تېرېدو پر مهال د لودي په سیمه کې ونیول شول اوپه غیرانساني او توهینوونکو شرایطو کې وساتل شو ځکه چې د لوېدیځو دولتونو، په ځانګړې توګه د امریکا او بلجیم هغوي د خپلو امپریالیستی ګټو لپاره جدي ګواښ ګڼل.

لومومبا، امپولو او اوکیتو څو اوونۍ له یوه زندانه بل ته واستول شول او بالاخره د کاتانګا مرکز ته انتقال شول. د ۱۹۶۱ کال د جنورۍ پر ۱۷مه هغه ورځ چې د موسی چومبه کابینې پرېکړه وکړه چې سمدستي له لومومبا سره تصفیه حساب وکړي دوه بلجیمی افسران د دې دندې د اجرا لپاره وګومارل شول. شاوخوا د شپې ۸:۳۰ بجې، درې واړه بندیان د موادینګاشا په یوه کلیوالي سیمه کې هغو قبرونو ته راوستل شول چې مخکې له مخکې ایستل شوي وو. د فرانس ورشور او ژولیان ګات په امر لومړی یې دوه ملګري او ورپسې پخپله لومومبا په ډزو ووژل او جسدونه یې وروسته په تیزابو کې حل کړل څو هېڅ نښه ترې پاتې نه‌شي.

لومومبا چې یوازې دوه میاشتې یې د دولت مشري په غاړه درلوده د خپل ژوند په قربانولو سره د افریقا او ټولې نړۍ لپاره د امپریالیزم ضد، عدالت‌غوښتنې او مقاومت یو تل‌پاتی سمبول شو او د آزادۍ‌غوښتونکو او مبارزو نسلونو لپاره یو الهام‌بښونکی مشعل ګڼل کېږي.



توماس سانکارا

توماس سانکارا

چې د «افریقا چه‌ګوارا» په نوم پېژندل کېږي له هغو لږو انقلابیانو څخه و چې وتوانېد د مینې، کلکې ارادې او ژمنتیا له لارې خپل آرمان -د بورکینافاسو خپلواکي او د امپریالیزم له یوغه د هغې خلاصون- عملي کړي.

سانکارا د عامې روغتیا، کرنې، د ښځو د حقونو، د ځمکو د اصلاحاتو او نورو برخو کې ستر ګامونه واخیستل. هغه د موسه قوم د سنتي مشرانو واک مات کړ چې د تېر وخت فېوډالي او ښکیلاکي جوړښت استازي ول او هڅه‌یې وکړه چې له غنا سره د اقتصادي یووالي او د نوې ملي پیسو د چاپ له لارې له فرانسوي فرانک سره تړاو پای ته ورسوي.

سانکارا له کیوبا او نورو سوسیالیستي هېوادونو سره نږدې اړیکې جوړې کړې او د پېسو نړیوال صندوق (IMF) پروګرام یې رد کړ، ځکه چې د ټولنیزو خدمتونو د کمښت غوښتنه یې کوله.

بورکینافاسو چې د مسو، قیمتي ډبرو، جست، چونه‌يي ډبرو، منګنیز او سرو زرو بډایه کانونه لري (هغه کانونه چې توماس سانکارا هڅه کوله دولتي یې کړي) د بهرنيو قدرتونو لپاره ځانګړې ارزښت لري. له همدې امله د فرانسې او امریکا دولتونو د خپل نوکر، خاین بلیز کومپاوره ملاتړ وکړ څو سانکارا ووژني او واک تر لاسه کړي. کومپاوره لکه د نورو ټولو وطن‌پلورونکو او امریکايي مزدورانو په څېر په ۲۰۰۹ کال کې د بارک اوباما له خوا سپینې ماڼۍ ته وبلل شو. نوموړي امریکایانو ته اجازه ورکړه چې د AFRICOM تر نوم لاندې – چې د امریکا د پوځ افریقايي قومنداني ده – دوه پټ سیمه‌ییز استخباراتي مرکزونه جوړ کړي. اوباما د انعام په ډول خپل دغه نوکر ته ۳۵ میلیونه ډالر ورکړل او په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ډونالډ ټرمپ ادارې ۱۰۰ میلیونه ډالر نور د «امنیتي همکارۍ» تر نامه لاندې (چې اصلاً د ترهګرۍ د پراخولو او ناامنۍ د زیاتولو لپاره وو) بورکینافاسو ته ورکړل.



امیلکار کابرال

امیلیکار لوپز کابرال، د ښکیلاک پر ستوني راایستل‌ شوی توره او د افریقا د آزادۍ غږ

امیلیکار لوپز کابرال د ۱۹۲۴ کال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه د پرتګال تر ولکې لاندې ګینه (نننۍ ګینه بیسائو) په بافاتا ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې. دا ځیرک، ټولنیز او هوښیار ځوان یو ممتاز زده‌کوونکی، احساساتي شاعر او له ولولو ډک ورزشکار و چې نورو ځوانانو او شاوخوا خلکو ورته درناوی درلود.

کابرال د کیپ‌ورد له لیسې تر فراغت وروسته د لیسبون کرنیز انسټیټیوټ ته د بورس په ترلاسه کولو پرتګال ته ولاړ خو یوازې د تخنیکي علومو په زده‌کړه یې بسنه ونه کړه بلکې پوهنتون یې د خپلې سیاسي مبارزې په ډګر بدل کړ. هلته یې د نورو انقلابي افریقايي محصلینو لکه گوستینو نیتو، ماریو دی‌آندراده، نومیو د‌سوسا او مارسلینو دوس سانتوس سره ملګرتیا پیدا کړه او د ښکیلاک‎ضد ډلو لومړنۍ هسته ‌یې جوړه کړه. په عملي ډګر کې یې د کارګرانو لپاره د لیک‌ لوست ټولګي جوړ کړل، د فاشیزم ضد غورځنگونو او بېلابېلو لاریونونو په ځانګړي ډول د ناټو جوړېدو او ښکیلاک پر ضد کې فعاله ونډه واخیسته او د مارکس، لنین، مائو او فانون آثارو په لوستلو سره یې خپله سیاسي پوهه لوړه کړه.

کابرال د ۱۹۵۲ کال په اوږدو کې ګینې ته له ستنېدو وروسته د کرنې د انجنیر په توګه کار پیل کړ. له هماغه وخته یې پرلپسې د کلیو سفرونه پيل کړل او له بزګرانو سره یې نږدې ناسته‌پاسته لرله. همدا اړیکې او تلوسې هغه ته دا زمینه برابره کړه چې د استعماري ټولنې ټولنیز جوړښت، د تولید مناسبات او فرهنګي وضعیت په دقت او له نژدې وڅېړي. دې ژورې تجربې او درک د کابرال په سیاسي وده او د جوړجاړي نه منوونکې انقلابي روحیې په روزنه کې بنسټیز رول ولوباوه.

کابرال د خپلو نورو ملګرو سره په ۱۹۵۶ کال کې «د ګینه بیسائو او کیپ‌ورد د خپلواکۍ لپاره افریقايي ګوند» (PAIGC) بنسټ کېښود. نوموړي په پیل کې هڅه وکړه چې د خبرو اترو له لارې ښکیلاک پای ته ورسوي خو د پرتګال فاشیستي رژیم د ده دا هڅې په چوپتیا او ځپلو سره ځواب کړې. کابرال اړ شو چې په یوازینۍ پاتې لاره یعنې وسله‌واله مبارزه لاس پورې کړي. دا آزادۍ بخښوونکې جګړه د ۱۹۶۳ کال د جنورۍ په میاشت کې د «تیتې» پر نظامي اډې له برید سره پیل شوه.

کابرال تل ټینګار کاوه چې د غلامۍ زنځیر یوازې په ټوپک نه بلکې د پوهاوي، بسیج او د بزګرانو، کارګرانو او روڼ‌اندو تر منځ د یووالي له لارې شلېدلی شي. نوموړي د الجزایر له انقلاب او د ویتنام او چین له ولسي جګړو څخه په الهام وسله‌واله مبارزه د ټولنې د بېلابېلو قشرونو د برخې اخیستو پر بنسټ پیل کړه. د قوام نکرومه تر کلک ملاتړ لاندې په غنا کې یې د روزنې کمپونه جوړ کړل چې پکې مبارزینو ته نه یوازې د جګړې تخنیکونه ورښودل کېدل بلکې دا هم ور زده کېدل چې له قومي مشرانو سره څنګه چلند وکړي، په کلیو کې د خلکو تنظیم او بسیج څنګه وکړي او له ولس سره د ګډ ژوند اصول څه دي. د ده د آزادۍ‎غوښتونکي وسله‎وال به د جګړې پرمهال د بزګرانو ترڅنګ کرنیز کارونه کول، ځمکه به یې قولبه کوله او تخمونه به یې شیندل تر څو د مبارزینو او کلیوالو ترمنځ ژورې اړیکې ټینګې شي. کارلوس لوپز پریرا، چې پخوا د PAIGC غړی و، لیکي:

«کابرال د آزادۍ اردو یو تولیدي ځواک ته هم واړوله: سرتېري به روزل کېدل چې بزګرانو ته د کرنې نوې طریقې وروښيي، ګرځنده کلینیکونه یې جوړ کړي او د تبادلې بازارونه پرانیزي تر څو توکي په عادلانه بڼه وویشل شي او د استعماري هټیو انحصار له منځه ولاړ شي.»

ډیر ژر پرتګالي ښکیلاک‎ګرو کابرال د خپل تر ټولو ستر دښمن په توګه وپېژنده او د لوېدیځو استخباراتي ادارو په مرسته یې پرله‌پسې د هغه د ترور هڅې وکړې. دوی هڅه وکړه چې د نفوذ، دسیسې، تبلیغاتو او قبیلوي ځواکونو د پارونې له لارې دا د ګینه دا اتل زوی له منځه یوسي خو کابرال د ولسي ملاتړ او خپلې هوښیارۍ په مټ له دغو دامونو ځان وژغوره او خپل ګوند یې لا زیات منظم او پیاوړی کړ.

کابرال د افریقا له نورو مخکښو غورځنګونو سره لکه د انګولا مپلا، د موزامبیق فرلیمو او د سنګال او مالي ښکېلاک‎ضد خوځښتونو سره نږدې همکاري وکړه او د استعمار پر ضد یې یوه ګډه جبهه جوړه کړه. همداراز هغه د پرمختللو هیوادونو لکه غنا، الجزایر، کیوبا او چین پراخ ملاتړ هم له ځان سره درلود.

امیلیکار لوپز کابرال دا زړور او نه‌ستړی‎کېدونکی مبارز د ۱۹۷۳ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په داسې حال کې چې د «خلکو مجلس» په جوړېدو او ولس ته د واک سپارلو په چارو بوخت و د ګینې پلازمېنه کناکری کې د پرتګالي استخباراتو د نفوذي کس له‌خوا ووژل شو. د هغه دښمنانو ګومان کاوه چې د کابرال تر وژل‎کېدو وروسته به د انقلاب لمبې مړې شي خو یوازې څو میاشتې وروسته د همدې کال د سپتامبر په میاشت کې ګینه بیسائو خپلواکي اعلان کړه. کله چې په ۱۹۷۴ کال کې په پرتګال کې د «لونګ انقلاب» بریا ته ورسید د هغه هېواد استعماري امپراتوري هم په افریقا کې ونړېده او کیپ‌ورډ هم خپلواکه شو. کابرال د چه‌گوارا، فانون او پاتریس لومومبا په څېر یوازې نظامي قوماندانان نه و بلکه د ژور سیاسي درک څښتن و او تل یې دا ټینګار کاوه چې رښتینی خلاصون یوازې د استعمارګرو ایستل نه دي بلکې باید استثماري اړیکې، فېوډالي نظام او وروسته‌والی هم له منځه یووړل شي.

فیدل کاسترو وایي:

«... امیلکار کابرال د افریقا له روڼ‎آندو او ډېر پوه مشرانو څخه یو و، چې زموږ په زړونو کې یې په خپلې آزادۍ‌بخښونکي مبارزې سره یې پر راتلونکي او بریا ژور باور راویښ کړ.»

کابرال د خپلې وینې په بیه دا وښوده چې څنګه د بې‎وزلۍ، ښکېلاک او تبعیضه له کندې څخه پر خلکو تکیه‎کولو، پوهاوي او تنظیم په مټ خلاصون موندلی او بریا ته رسېدای شو. د دې ستر مبارز برمناکه ژوند او ویاړمنه مړینه د تورې شپې په زړه کې د هغه څراغ په څېر ده چې د عدالت، خپلواکۍ او برابري لارې تعقیبونکو ته رڼا ورکوي او لوری ورښيي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 133 میلمانه آنلاین لرو