د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل

د ۱۳۹۵ کال د جدی په ۱۸مه (د ۲۰۱۷ کال د جنوری په ۷مه): «د افغانستان همبستګۍ ګوند» د بامیانو څانګې او د قربانیانو کورنیو د ځناور طالبانو په لاس زموږ د سلګونو هیوادوالو د شهادت شپاړسم تلین د بامیانو په یکاولنګ کې، د یو محفل په ترڅ کی ددغه جنایت د قربانیانو په یاد د جوړې شوی څلۍ مخ لوڅ او دهغوی څخه یی لمانځنه وکړه. په یاد محفل کې د قربانیانو زیات شمیر خپلوانو، د یکاولنګ، ورس، پنجاب او مرکزی بامیان خلکو ګډون کړی وو. دغه څلۍ د ټول‎وژنې په ځاې کې جوړه شوی او د قربانیانو نومونه هم د څلۍ خواته په دیوال کې لیکل شوی دی.

په لغمان کی د بی‎کفایته چارواکو پر ضد لاریون

۱۳۹۵ کال د کب ۷مه: دسهارلس بجي د دولت نظامی قوتونو د طالبانو په مرکز د هاوان برید وکړ خو ددې پر ځای چی د طالبانو تم ځایونه د اورلاندي ونیسی په پټو سترګو یی دبصرام لیسه په نښه کړه چي د لیسی په انګړ کې د اووم او اتم ټولګيو زده‎کوونکو په آزاده فضا کي درس ویلو چې ناڅاپه د هاوان مرمۍ ولګيده او په پایله کی دوه تنه زده کوونکي ۱۴ کلن عبدالله (تسل) د فضل الرحمن ځوی د اووم ټولګی زده کوونکي او د بدیع آباد کلي اوسیدونکي او ۱۸ کلن اول خان د انځرګل ځوی د یوولسم ټولګي زده‎کوونکی د بصرام د کلی اوسیدونکی په شهادت ورسیدل او ۷ تنه زده کوونکي هریو

د افغانستان هاکی ملی ټیم

د افغانستان ورزش په تاریخ کی د خواشینونکو پیښو څخه یو د بشیر بغلانې (د فراه او بغلان والی و او په ۲۰۰۷ کال کې د زړه ودریدلو له امله مړ شو.) د ګلبدین جنایتکار بانډ قومندان له لوری په کال ۱۹۸۰ کی د د داعش‏یانو په څیر د افغانستان دملې هاکې ټیم د غړو وژنه ده. په دغه پیښه کې ۲۴ لوبغاړو څخه یوازی پنځه تنو خپل ځان وژغوره او دا د هاکې ټیم د له منځه تللو لامل شو چې تر نن ورځ یی بیاځلې سر راپورته نه کړ. د روسانو چوپړ دولت په هغه وخت کې وغوښتل له دغې پیښې څخه تبلغاتی ګټه پورته کړی، د هغې پر بنسټ یی په ناقصه توګه یی ورته انعکاس ورکړ خو د هغې زړبوږنونکې واقعیت تر اوسه پوری پټ پاتې دي. پرچمیانو د دی پیښې پټولو سره لومړی کوښښ وکړ چې خپله بې‎کفایتی او کمزورتیا په دغه ډول مسئلو کی پټه کړي، له بلې خوا د ټیم ټول غړی نه خلقیان، نه پرچمیان او نه د روسانو مزدوران وو، د دی له مخي د پردی خلکو په څیر ځانونه یی د هغوې څخه ملاتړ لپاره اړ نه ګڼل.

پخوا د کرزی لاسپوڅې رژیم او نن ورځ د ع او غ حکومت د بشپړ کلکسیون په څیر د ټولو لړیو جنایت‏کاران د خپل ځان سره راټول کړی او د جنګې جنایتکارانو د شړیدلی پرتوګ پورته‎کولو پرته بله دنده نه لری، هیله تری نه کیږی، آن تر دی چې له دغې ورزشی غمیزې څخه څه په یادونه وکړي.

په بدخشان کې بې وزله کورنۍ

په بدخشان کې د طالبانو د ځاي په ځاې کیدو له وخت څخه، د دغه ولایت خلک ډیر تریخ ژوند تیروی. او په ستونزمن ژوند یی تیاره خپره شوی ده د جنګسالارانو او طالبانو ظلم سربیره، اوس د مرګ، قحطی، ولږه، چاودنې، ځانمرګې او سرګردانې ویره هر شیبه د هغوي ژوند ګواښی.

ځایی اوسیدونکی داسی ډیری کیسې لری چی، په دغه ولایت کې طالبان په کراتو د ماتې او منځه تللو سره مخ شوي و خو د دولتی لوړ پوړو چارواکو په فرمان سره، عملیات ودریدلې او د شاتګ امر ورکول کیږی. تر دی چې د سرغړونې په وخت کې، نظامیان د هوایی بریدونو لاندی نیول شوی دی.

بامیاني سموڅي ناستي

د ۱۳۹۵ کال مرغومي په ۲۰مه، د ژمي په ډیرو سړو ورځو کی د بامیاني سموڅوناستو کورنیو سره لیدنه لرله چی د صلصال له لوی مجسمې څخه په لږ واټن کی ژوند کاوه. که څه هم د بامیانو ټول خلک بیوزله دي خو سموڅي‎ناستي کولای شو د بامیانو د خلکو بیوزلۍ بیلګه وشمیرو.

بدخشانیان د خپل ژوند لګښت څرنګه پوره کوی؟

د بدخشان ولایت د ۲۷ اداری واحدونو درلودونکې دی یوه ولسوالۍ لومړئ درجه، ۱۵ ولسوالۍ دویمه درجه او ۱۱ ولسوالۍ دریمه درجه دي چې په ټولیزه توګه ۱۵۴۵ کلې لری د تاجکستان، چین او پاکستان سر ګډه پوله لری. د دولتی شمیرو پر بنسټ د دغه ولایت د وګړو شمیر ۱۲۵۲۹۶۳ دي.

بدخشان د افغانستان د غریبو ولایتونو له ټولګې څخه خو لوی او له وګړو ډک دي چې د هغې د مرکز واټن له کابل څخه ۶۰۰ کیلومتره دي. لری ولسوالیو ته د رسیدلو لپاره، باید د څو ورځو لپاره په ډیرو ستونزمنو نښلونکو لارو مزل وشی.

د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات

د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۷ نیټه (۱۰۱۶ د سپتامبر په ۲۸) د ننګرهار ولایت اچین ولسوالې د شدل کلی خلک د حاجی احمد شاه څخه چې د حج له مراسمو څخه راستنیدو د هرکلی لپاره راټول شوی وو. خلک د دیګ په پخولو او او میلمنو ته د ډوډۍ په چمتو کولو بوخت وو چې دوه جیټ اولوتکې او یو امریکایی بي پیلوټه الوتکې په بمبار باندی پیل کوی چې په پایله کې یی ۱۴ تنه وژل کیږی او ۱۶ نور ټپیان کیږی. د افغانستان ډیری رسانی په معمول ډول د امریکا دغه جنایت په وړاندی سترګې پټوی او ډیر لږ رسنۍ هغه خپروی.

په پکتیا کی د امریکایی پوځیانو جنګی جنایت او د ارګ او رسنیو چوپتیا

د هغو مالوماتو پربنسټ چی زمونږ لاس ته رارسیدلی، د ۱۳۹۵ کال د زمری په ۲۲مه د امریکایی پوځیانو په هوایی برید کی د پکتیا ولایت خوشامن ولسوالی په میناری کلی کی له ۲۰ تنو څخه زیات ملکی وکړی په شهادت ورسیدل. ډاکټر وریښمین د کورنۍ څو تنو سره چی ښځی او ماشومان هم پکی شامل دی، ددی جنایت له قربانیانو څخه دی. د شهیدانو انځورونه چی د فیسبوک له ویب پاڼو څخه خپاره شوی دی، د ډاکټر وریښمین له دوه ځامنو، یو لور او د تره ځوی په وینو لت‎پت جسدونه لیدل کیږی .

د دهمزنګ د ټول‎وژنې د قربانیانو له کورنیو سره لیدنه

د ۱۳۵۹ کال د زمری په ۲، ځانمرګو بریدګرو د کابل په دهمزنګ سیمه کی د «روښنایی غورځنګ» پر لاریون برید وکړ او په پلازمنیه کی یی یوه ستره غمیزه رامنځ ته کړه. د دغه جنایت په پایله کې، د ۹۰ تنو څخه ډیر معصوم ځوانان ووژل شو او ۳۰۰ تنه نور ټپیان شول. که هرڅه د دغې ځناوریزی پیښی پړه د داعش ځناوري ډلې په غاړه واخیسته، خو تر اوسه ډیري پوښتنې د دهغې پیښی په اړوند شتون لري چې باید حکومت هغې ته ځواب ووايي.

د ۱۳۹۵ کال د غویی په ۲۹ نیټه د کابل ښار د حاجی نبی ښارګوټي ته نږدي دیوې کیږدۍ ناستی کورنۍ لیدلو ته لاړو، دغه کورنۍ چې زموږ د زرګونو بی کورو، بی برخو او بی‎وزلو هیوادوالو بیلگه ده، خبری مو له جان‎آغا، د کورنۍ له پلاره سره پیل کړې. هغه په لومړیو کې چمتو نه وه چی مرکه وکړي:

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 127 میلمانه آنلاین لرو