عنایت الله د ناپوهی پر وړاندی ځلانده ستوری و!

عنایت الله

عنایت الله د معلم امان الله نورستاني ځوی په کال ۱۳۷۱ لمریز کال د کنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ اړوند د درین په کلي کې زیږیدلی و، لومړنۍ زده کړې یې په پلارني ټاټوبي کې ترسره کړې او ثانوي دوره یې د آسدآباد په صنایع لیسه کی پای ته ورسوله. نوموړی لا د لیسې په دوران کې په خپله زده کړه بوخت و چې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د غړو تراغیزې راغی او په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د دغه ګوند غړیتوب یې ترلاسه کړ.

ځوان عنایت الله چې په الهام یې شهرت درلوده د افغانستان د همبستګۍ ګوند په لاریونونو کې د لسګونو هم صنفیانو سره یوځای فعاله ونډه اخستله، د نوموړي همدغه سیاسي کړنې د دې لامل وګرځیدلې چې د لیسې اخواني مدیر ورته ګواښونه ورکړي او د څه وخت لپاره د خپلو نورو ټولګیوالو په ګډون له لیلیې څخه وایستل شي.

مګر دغو ګواښونو د هغه سیاسي غرور مات نه کړ، بلکې لا پیاوړی شو او هم د ټولګیوالو ترمنځ یې د سیاسي فعالیتونو په ډګر کې شهرت وموند. له دې وروسته نوموړي د افغانستان د همبستګۍ ګوند په تشکیلاتو کې د خپلې سیمې او د زده کوونکو ترمنځ د فعالیت کولو دنده پرغاړه درلوده.

عنایت الله په خپل وجود کې ټولنیز او سیاسي خصلتونو درلودل، نو ځکه په ډیر لږ وخت کې د خپلو ملګرو ترمنځ وځلید. نوموړی په دې ورستیو کې د کنړ ولایت د تنویر پوهنتون د حقوقو د څانګې د دویم کال محصل و او د خپل عمر زیاته برخه یې د ښوونې او روزنې ترلاسه کولو لپاره وقف کړی وه.

د نوموړي همدغه سیاسي فعال شعور د دې لامل شو چې د درین طالبي سپو لخوا یې پلار ته ګواښونه وشول چې ځوی یې له زده‌کړې څخه منع کړي، که داسې ونه کړي، نو کورنۍ به یې ورته له خپل کلي څخه وشړي، لیکن د عنایت الله پلار د طالبي سپو دغه جهالت او د ځوی هیلو ته په کتلو خپله میرمن او نور تنکي ماشومان په پلارنۍ ټاټوبي کې پریښودل او د خپل ځوی سره د کنړ ولایت په مرکز چغسرایي کې یوځای اوسیده او د خپلې کورنۍ د راویستلو په لټه کی شول. پلار او ځوی د کورنۍ د ژغورنې په فکر کی ډوب وو، چې ناڅاپه عنایت الله د خپلو ملګرو سره یوځای شیګل ولسوالۍ ته د یوې فاتحې لپاره ولاړ او د بیرته راستنیدو په وخت کې یې موټر ټکر شو، د ده ملګري سخت ټپي شول خو له بده مرغه نوموړی د ۱۳۹۲ لمریز کال د زمري د میاشتې په ۳۰ نیټه د یویشتو(۲۱) کالو په عمر د مازدیګر په ۳ بجو مړ شو.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د دغه مبارز محصل په مړینه اوښکی نه تویوي، بلکې هغه په خپل ځواک بدلوي او د ګوند موخو او سیاستونو د ترلاسه کولو او د دښمن ځپلو لپاره کلکه مبارزه کوي.

یاد یی تل ژوندی وی!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 170 میلمانه آنلاین لرو